لیګونه

ویراټ کوهلی او ډیویلیرز چنای ته رسیدلي

يویراټ کوهلي او د سویلی افریقې لوبډلې پخوانی بریدګر بېټسمین اې بي ډیویلیرز د هند چنای ښار ته رسیدلي او هلته له خپلې لوبډلې سره یو ځای شوي دي.

چنای ښار ته له رسیدو وروسته ډیویلیرز ویلي،خوښ دی چې د ټیم پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو سره یو ځای شوی دی.

“خوښ یم چې له مودې وروسته پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو سره یو ځای شوم.چې تیر ای پي ایل ته فکر وکړم،داسې احساسوم لکه پرون چې تیر شوی وي.زمونږ لوبډله کې نوي لوبغاړي شته او ځینې پخواني لوبغاړي هم شته دي.مکسویل که څه هم له مونږ سره نه وو،خو په ای پي ایل سره بلد وو.”

نوموړي وویل،د ټیم په ګټې هڅې سره به دا ځلې کوشش کوي چې بنګلور لوبډلې ته اتلوالي ور په برخه کړي.

څو ورځې وړاندې هند ته د روانیدو پر مهال نوموړي په یوه ټویټ کې د یو څه بحث وروسته په مسخري ډول د بنګلور لوبډلې کپتان ویراټ کوهلي ته د منډې چیلینج هم ورکړی وو.

ډیویلیرز چې د کرکټ په ډګر کې په (ماسټر ۳۶۰ درجې) لوبغاړي هم شهرت لري.ټاکل شوي چې لوبډله به یې د ای پي ایل د پیل لومړی لوبه د اتلوالۍ دفاع کوونکي لوبډلې ممبۍ انډیانز لوبډلې سره ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې