نړیوال کریکټ

هند کرکټ بورډ د پاکستاني لوبغاړو د ویزو ستونزه حلوي

هند کرکټ بورډ کرکټ نړیوالې شورا ته ډاډ ورکړئ چې په نړیوال جام کې د ګډون کوونکو ټولو لوبډلو ته چې پاکستان هم پکې شامل دی،لوبغاړو ته به یې د ویزې ستونزې هوارې کړي.

دا چې د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي اړیکې تر نورو ډيرې خرابې دي،له همدې کبله زیاتره وخت د هندوستان لخوا پاکستاني لوبغاړو ته په ویزې ورکولو کې ستونزې وي.

داسې اټکل وو چې د ویزو ستونزو له کبله به پاکستان د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام کې ګډون هم نه وی کړئ.خو تیره ورځ د کرکټ نړیوالې شورا په ناسته کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ په نړیوال جام کې د پاکستاني کرکټرانو د ویزو په ستونزو خبرې هم وشوې.

هند کرکټ بورډ له ای سي سي سره موافقه وکړه،چې د لوبغاړو ویزو ستونزې او ددې ترڅنګ د نړیوال جام ټکس یا مالیې ستونزې به ډیر ژر هواري کړي.

ټاکل شوي وه چې نړیوال شل اوریز جام به تیر کال د اسټرالیا په کوربتوب ترسره شوی وی،خو کرونا له کبله ۲۰۲۱ کال ته وځنډیده.

دا چې د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام کوربتوب حق له اسټرالیا سره وو،خو اسټرالیا کرکټ بورډ وویل چې دوی د نړیوال جام کوربتوب لپاره تیاری نه لري او له همدې کبله یې کوربتوب هندوستان ته ورکړل شو.

ټاکل شوي چې د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام سیالۍ به په اکتوبر میاشت کې پیل چې تر نومبر پورې به دوام وکړي.

افغانستان د درجه بندۍ له مخې نړیوال شل اوریز جام ته لا وړاندې نیغ په نیغه لار پیدا کړي ده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې