نړیوال کریکټ

مورګان: ډېری هندي لوبغاړي په بهرنیو لیګونو کې لوبېدو ته لیواله دي

د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې د محدود اورېز فارمیټ کیپتان ایون مورګان وایي، چې ډیری هندوستاني کریکټران لیواله دي ترڅو په بهرنیو یا تجارتې کریکټ ټورنامنټونو کې ولوبېږي.

نوموړي یادې څرګندونې پر داسې مهال وکړې، چې انډین پریمیر لیګ ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي. مورګان له دې سربیره، کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې ته هم سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه چې کلکته ناېټ راېډرز لوبډله دې داسې یو مهالویش یا نقشه چمتو کړې چې د راتلوونکو لسو کلونو لپاره کار وکړې.

مورګان د دې ترڅنګ زیاته کړه چې ډیری هندوستاني کریکټران غواړي په سل بالېزه کریکټ لیګ کې ولوبېږي نوموړي له سکای سپورټس سره په خبرو کې وویل: ((موږ دلته د ‘سل بالېزه کریکټ لیک’ په اړه خبرې کوو، خو زه پوهیږم چې ډیری هندوستاني کریکټران شته چې په سل بالېزه کریکټ لیګ او ډېری نورو بهرنیو لیګونو کې لوبېدو ته لیواله دي.))

د یادولو وړ ده چې سل بالېزه کریکټ لیګ تېر کال د کرونا له وجې تړل شوی وه او سږ کال یو ځل بیا د پیلیدو په حال کې دی چې ډیری کریکټران پکې لوبېدو ته لیواله دي، ځکه چې دا لیګ به په یوې نوي بڼې سره پیل شي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې