دلوبغاړو په اړه

محمد رضوان لومړنی ویکټ ساتونکی شو چې له ٢٠٢٠ کال راوروسته تر ټولو لوړ اوسط لري!

تېره ورځ د پاکستان کرکټ مشهورې پاڼې پي ټي وي سپورټ خبر ورکړ،چې محمد رضوان له تېر کال ٢٠٢٠ م څخه راوروسته د نړۍ تر ټولو وېکټ ساتونکو په پنځوس اوریزو سیالیو کې تر ټولو لوړ ٣٨.٦٨ اوسط لري.

محمد رضوان د ٢٠٢٠ م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې وروسته نوموړي له ١٠٠٠ پورته توپونو لوبولو وروسته په پنځوس اوریزه سیاليو کې د ٣٨.٦٨ منډو په اوسط سره ٨٩٤ منډې ترسره کړي دي،چې د دغه اوسط له امله نوموړی اوس په لومړي مقام قرار لري.

له محمد رضوان وروسته هندوستانی وېکټ ساتونکی شو،چې په همدمره ٢٣ سیالیو کې ٨٩٠ منډې ترسره کړي چې اوسط ٣٥ ده.

د یادې ویپاڼې معلوماتو له مخې وروستی مقام انګلستانی ویکټ ساتونکی جوس بټلر لري،چې نوموړي په ٣٠ منډو اوسط سره ١١٧٤ منډې جوړې کړي دي.د یادونې وړ ده،چې له دغو دریو ویکټ ساتونکو پرته بل هېڅ ویکټ ساتونکي په دومره لنډه موده یو کال کې دومره لوړ اوسط ولري.
داورګل ناصري

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې