بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

شکیب الحسن: که بنګله دېش ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ونه ګټي،په ۲۰۲۷ کې لوبیږم

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي شکیب الحسن پخپلو تازه او وروستۍ څرګندونو کې ویلي،که چیرې بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام اتلوالي ونه ګټي، په ۲۰۲۷ کال نړیوال جام کې د لوبیدو اراده هم لري.

شکیب الحسن په ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام سیالیو کې هم د بنګله دېش لوبډلې برخه وو،خو لوبډلې یې ونشول کولای چې منځ لوبو یا سیمي فاینل پړاو ته لار ومومي.

“د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام به زما وروستۍ جام وي،مګر که چیرې بنګله دېش لوبډله یې اتلوالۍ کې پاتي راغله.نو زه به تر ۲۰۲۷ کال نړیوال جام پورې خپلو لوبو ته دوام ورکړم.”

شکیب الحسن چې تیره میاشت ۳۴ کلنۍ ته واوښت.لا هم تقاعدۍ پلان نه لري.

“په اوس وخت کې د تقاعدۍ هیڅ پلان نه لرم.کله یې چې وخت را ورسیږي او پدې پوه شم چې نور د لوبو مزه نشته،بیا به له کرکټ تقاعد اعلان وکړم.”

شکیب الحسن همداشان د ټیم اوسني جوړښت په اړه وویل،چې د لوبغاړو ذهنیت باید بدلون وکړي.

“که چیرې ماته چانس راکړل شو،زه غواړم چې د ټیم په ذهني جوړښت کار وکړم.دا چې څنګه! اوس یې په اړه څه نشم ویلی.”

د یادونې وړ ده چې د شکیب الحسن او بنګله دېش کرکټ بورډ ترمنځ په اوسني وخت کې اړیکي ښې ندي او زیاتره وخت نوموړی په کرکټ بورډ مخامخ نیوکې هم کوي.

بنګله دېش کرکټ بورډ وایي،شکیب الحسن د خپلې لوبډلې په ځای خارجي لیګونو ته لومړیتوب ورکوي.خو شکیب وایي،د بې فایدې لوبو څخه ورته د لیګونو لوبو ارزښت لري.

شکیب الحسن هغه لوبغاړی دی چې په تیر ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې یې د افغانستان خلاف پنځه ویکټې ترلاسه کړي وې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې