بهرني لوبغاړي

شعیب اختر د کرکټ میدان سخت ترینه دوښمن ته د ښه صحت دعا کوي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي «شعیب اختر» د هندۍ لوبډلې تکړه لوبغاړي «سچن ټنډولکر» د کورونا ویروس له ناروغۍ وروسته د خپل غوره دوښمن په توګه اعلان کړ، شعيب اختر په ټولنیزو رسنیو سایټ انسټاګرام کې د خپل کرکټ ورځې یادګاري عکسونه شریک کړي دي.

په انسټاګرام کې شریک شوی عکس د پاکستان او هندوستان ترمنځ سیالۍ دی چې پکې سچن ټنډولکر توپ وهنه کوي په داسې حال کې چې شعیب اختر توپ اچونه کوي، شعیب اختر د یادګاري عکس شریکولو پرمهال سچن ټنډولکر ته په خطاب کې لیکلي چې ملګريه! ژر ښه شئ!.

باید یادونه وکړو چې سچن ټنډولکر په دې وروستیو کې په خپل ټویټر اکاونټ یو خبر خپور کړی و چې پکې هغه ویلي چې د هغه د کرونا وایروس ازموینه مثبت شوه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې