لیګونه

د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې لپاره ښه خبر

د هندوستان غوره لیګ له پیلیدو مخکې د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې لپاره ښه خبر راغی، هغه دا چې د دوی سټار لوبغاړي نتش رانا د کرونا ټیسټ پایله منفې شوه او ډېر ژر به له دوی سره په تمریناتې کمپ کې یو ځای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي خپله لومړۍ ازموینه د مارچ په ۱۹ مه نېټه ترسره کړې وه چې پایله یې منفې وه مګر له دوه ورځینې قرنطین وروسته بیرته نوموړي مثبته ازموینه ورکړه، چې له هغې وروسته نوموړی په لس ورځینې بند باندې محکوم شو.

خو اوس تازه د نوموړي د کرونا د ټیسټ ازموینې پایله څرګنده شوه، د کلکتې ناېټ راېډرز له لوري په ټوېټر کې د خپاره شوو معلوماتو له مخې چې د نوموړي د کرونا ټیسټ پایله له نیکمرغه منفې شوه او ډېر ژر به له کلکتې لوبډلې سره تمریناتې کمپ کې برخه واخلي.

په یاده اعلامیه کې زیاته شوې چې نتیش رانا به ډېر ژر د ښه صحت خاوند شي او د آی پی ایل راتلونکي فصل لپاره به خپله روزنه (تمرینات) پیل کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې