کورني لوبغاړي

د سویلي افریقا لوبډلې لپاره بد خبر


سویلي افریقا لوبډلې نن له پاکستان لوبډلې سره د لوبلړیو پیل کوي چې د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو سیریزونه دي، خو افریقا لوبډله هم نن له یوه بد خبر سره مخ شوه، چې همدا خبر به افریقا لوبډله د پاکستان پر وړاندې کمزروې کړي.

نړیوالې کریک انفو خبر ورکړی دی چې د سویلي افریقا پنځه لوبغاړي به له پاکستان سره په سیالیو کې برخه وانخلي او هند ته به د ای پي ایل لوبو لپاره ورشي چې دا خبر د سویلي افریقا لپاره ټکان ورکوونکی دی.

کریک انفو لیکلي چې دغه پنځه تنه لوبغاړي به د پاکستان پر وړاندې له دوهمې لوبې ترسره کولو وروسته هندوستان ته لاړ شي او په پاتې نورو سیالیو کې به چې یوه یو ورځنۍ او څلور شل اوریزې دي نه لوبیږي.

د راپورونو له مخې چې د سویلي افریقا مخکنی لوبډلمشر کوینټن ډیکاک، ډیویډ میلر، کګیسو رباډا، لنګي نګیډي او انریچ نارتجي هغه پنځه تنه لوبغاړي دي چې د پاکستان پر وړاندې به ټولو سیالیو کې ونه لوبیږي.

افریقا لوبډله له پاکستان سره په خپل کور کې د دریو یو ورځنیو او څلورو شل اوریزو لوبو لړۍ لري چې نن یې د لوبو پیل کیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.
Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې