
د ای پي ایل څخه د ډیویلیرز غوره یوولس کسیزه لوبډله
زیاتره وخت ځینې لوبغاړي یا مبصرین د کرکټ ټورنمینټونو یا سیریزونو څخه د خپلې خوښې یوولس کسیزه لوبډله یا ټیم جوړوي.
سویلي افریقايي لوبغاړي اې بي ډیویلیرز هم له ای پي ایل سیالیو څخه د خپلې خوښې یوولس کسیزه لوبډله جوړه کړې چې راشدخان هم پکې شامل دی.
نوموړی که څه هم د بنګلور لپاره لوبې ترسره کوي،خو د یادې لوبډلې څخه یې د خپلې یوولس کسیزې لوبډلې لپاره یو لوبغاړی هغه هم ویراټ کوهلي انتخاب کړ.
نوموړي وویل د تیرې شپې راهیسې یې پدې فکر کاوه چې ای پي ایل یوولس کسیزې لوبډلې د اوپنینګ لپاره کوم لوبغاړي انتخاب کړي.نوموړي وویل یو ځل یې خپل ځان انتخاب کړ،خو فکر یې وکړ چې ډیر بد به ښکاره شم.
نوموړي د ښه فکر وروسته د خپلې یوولس کسیزې لوبډلې د اوپنینګ لپاره روهیت شرما او پخوانی کرکټر ورینډر سیواک انتخاب کړل.
سیواک د وخت یو بهترینه کرکټر وو،خو له بلې خوا روهیت شرما بیا پخپله کپتانۍ کې ممبۍ انډیانز ته پنځه ځلې اتلوالي ور په برخه کړي ده.
نوموړي د مېډل ارډر لپاره په دریم پوزیش د ار سي بي لوبډلې کپتان ویراټ کوهلي انتخاب کړ.
د څلور پوزیشن لپاره یې خپل ځان همداشان ویلیمسن او سمېټ غوره کړل.
د نوموړي لخوا د ای پي ایل څخه غوره شوي یوولس کسیزه لوبډله پدې ډول ده.
ورینډر سیواک،روهیت شرما،کین ویلیمسن/سټیو سمېت/ډیویلیرز،بین سټوکس،ایم ایس ډوهني (کپتان او کيپر)،راشدخان،رویندرا جیدېجا،بونیشوار کمار،کاګیسو رباډا،جسپرټ بومرا.