
دولت ځدراڼ د تمریناتو لړۍ پیل کړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي او چټک توپ اچوونکي دولت ځدراڼ د تمریناتو لړۍ پیل کړې.
په دولت ځدراڼ باندې د افغانستان د کرکټ بورډ د ډسپلین کمیټې لخوا تور هم پورې شوی وو،چې په ټولینزو رسنیو کې یې د دوی قوانینو څخه سرغړونې کړي ده او له همدې کبله یې د هغه قرار داد هم لغوه کړی وو.
دولت ځدراڼ په لوبډله کې د نه اخیستو له کبله پخپله فسبوک پاڼه لیکلي وو،چې نوموړی روغ رمټ دی،خو مسولین ورسره د مور او مېرې چلند کوي.
” له نړیوال جام راپدې خوا په مکمل سیالیو کې پرته له کوم دلیله نه یم لوبیدلی، زه روغ جوړ او فېټ یم، مسوولین راسره زیاتی کوي، د زمبابوې، بنګله دېش او ویسټ انډیز خلاف یې په یوې سیالې کې هم چانس رانکړ.”
د ټاکوونکي ډالګۍ د نوي مشر اسدالله خان په راتګ سره ویل کیږي چې هغه لوبغاړي به بیرته لوبډلې ته راستانه شي،چې د مافیایي ډلو ښکار شوي دي.
عزیزالله عزیزي