دلوبغاړو په اړهمرکې

تمیم اقبال د شخصي ستونزو له امله کرکټ پریږدي


د بنګلدېش لوبډلې تکړه کرکټر او د یو ورځنیو لوبو کپتان تمیم اقبال غواړي چې د کرکټ د یو فارمټ څخه استفاع اعلان کړي، هغه نن جمعه له کرکبز نړیوالې ویب پاڼې سره په مرکه کې ویلي چې ډیر ژر به د کرکت له یوه فارمټ څخه استفاع اعلان کړي.

دغه ویب سایټ لیکلي چې تمیم اقبال دا خبره نن د اپریل په دوهمه کرکبز ته په مرکه کې وکړه چې ډیر ژر به له یوه فارمټه استفاع اعلان کړي خو دایې هم ویلي چې راتلونکی شل اوریز نړیوال جام لپاره خاصه توجو لرم او ډیر کم وخت پاتې غواړم چې دې جام کې ولوبیږم زما لپاره ډیر مهم دی.

کرکبز لیکلي چې تمیم د شخصي دلایلو له امله د نیوزلینډ پر وړاندې په دریو شل اوریزو لوبو کې برخه وانخسته همدا علت دی هغه اوس غواړي چې د کرکټ له یوې برخې استفاع وکړي او ځان ارامه احساس کړي.

تمیم تراوسه ۳۲ کلن دی د بنګلدیش لپاره یې ۶۲ ټیسټ لوبو کې ۴۵۰۸ منډې جوړې کړې دي، په ۲۱۳ یو ورځنیو لوبو کې ۷۴۵۲ او په ۷۸ شل اوریزو کې ۱۷۵۸ منډې لري.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې