دلوبغاړو په اړهلیګونه

چینای سوپر کینګز له هیزلیووډ وروسته دوهم مهم لوبغاړی د لاسه ورکړ.

د سویلي افریقا چټک توپ اچونکی «لونګي نیګډي» به د چینای سوپر کینګز لوبډلې سره په لومړۍ سیالۍ کې چې د ډیلي کاپیټلز په وړاندې ترسره کیږي شتون ونه لري، لونګي نګیډي به په نیشنل وظیفه کې د پاکستان خلاف درې یو ورځنیو سیالیو کې مصروف وي.

که څه هم د سویلي افریقا کرکټ بورډ د اپریل په ۴ مه د دوهمې سیالۍ وروسته د «ای پی ایل» لیګ قرردادي لوبغاړو ته د وتلو اجازه ورکړه، خو لونګي نګیډي باید د اپرېل په ۵ مه نېټه ممبۍ ته د راسېدلو وروسته د چینای سوپر کینګز لوبډله کې د شاملېدو دمخه باید د یوې اونۍ قرنطین بشپړ کړي.

د چینا سوپر کینګز یوې سرچینې ویلي دي چې لونګي نګیډي به د لومړۍ لوبې لپاره شتون ونلري، موږ نشو کولای هغه لوبغاړي چې د بهر څخه راځي پرته له قرنطین د لوبې کولو اجازه ورکړو، آن که چېرې هغه د کرایه شوي الوتنې له لارې راشي هم موږ پرته له کرنطین کولو اجازه نه شو ورکولای.

د مالوماتو له مخې چې چینای سوپر کینګز به لومړۍ پنځه سیالۍ د ممبۍ انډینز په کوربتوب ترسره کړي چې لومړۍ لوبه به د اپریل په ۱۰ مه نېټه د ډیلي کاپیټلز خلاف ترسره کړي، باید ووایو چې لدې وړاندې استرالیاوی چټک توپ اچونکی جوش هیزلیووډ هم د ټول لیګ څخه د یاې لوبډلې څخه بهر شو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې