نړیوال کریکټ

نیوزیلینډ بنګله دیش ته په دریمه شل اوریزه لوبه کې ستره ماتې ورکړه.

نن د بنګله دیش او نیوزلینډ ترمنځ د درې شل اوریزه سیالیو لړۍ دریمه او وروستۍ لوبه ترسره شوه چې پکې کوربه نیوزیلینډ په «۶۵» منډو بریا ترلاسه کړه.

لوبه د باران له وجې «۱۰» اورونه اعلان شوه چې نیوزیلینډ په لومړي وار توپ وهنې سره لس اورونو کې د ۴ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۴۱ منډې وکړې او بنګله دیش ته ۱۴۲ منډې ستر هدف وټاکل شو.
نیوزیلینډ ته مارټین ګوپټیل په ۱۹ توپونو ۴۴ او فاین الن په ۲۹ توپونو ۷۱ زیاتې منډې وکړې.
بنګله دیش ته مهیدي حسن او تسکین یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بنګله دیش د ټاکل شوي هدف په تعقیب لوبه پیل کړه چې ۹.۳ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۷۶ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۶۵ منډو په توپیر وبایلله.

بنګله دیش ته محمد نسیم ۱۹ زیاتې منډې وکړې، نیوزیلینډ ته ټډ اسټل ۴ لوبغاړي وسوځول.

په دې سره د درې شل اوریزه سیالیو لړۍ درې صفر کوربه نیوزیلینډ وګټله او بنګله دیش یې خالي لاس کورته ولیږۀ.
د سیالۍ غوره لوبغاړي جائزه فاین الن او د لړۍ غوره لوبغاړي جائزه ګلېن فلیپز ترلاسه کړه

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې