لیګونه

سنراېزر حېدراباد لوبډلې سره دا تېز بالر یو ځای شو

د هندوستان غوره لیګ ۱۴ م پړاو لپاره له سنراېزر حېدراباد لوبډلې سره تېز توپ اچوونکی نټراجان یو ځای شو او ډېر ژر به له دغې لوبډلې سره تمریناتو کې برخه واخلي.

نوموړی په کېڼ لاس باندې چټکه توپ اچوونه ترسره کوي نټراجان نن پنجشنبه له سنراېزر حېدراباد لوبډلې سره یو ځای شو. نوموړی به اوس مهال د قرنطین د بند موده بشپړه وي او کله یې چې د کرونا ټیسټ پایله منفې شوه نو له هغې وروسته به تمریناتو ته را وګرځې.

له بلې خوا سنراېزر حېدراباد لوبډلې هم تائید کړې ده او په خپل رسمي ټوېټر اکاونټ باندې یې لیکلې دي، چې تېز بالر نټراجان او د یارکرو بالونو باچا له دوی سره په لوبډله کې د هند غوره لیګ راتلونکي پړاو لپاره یو ځای شو.

د یادولو وړ ده چې له سنراېزر حېدراباد لوبډلې سره د بهرنیو لوبغاړو سربیره له افغانستان څخه هم درې پیاوړي کریکټران شامل دي راشد خان، مجېب الرحمن او محمد نبي عیسخېل هغه لوبغاړي دي چې د دغې لوبډلې سره دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې