افغانستان کریکټ

د کمال خان بند په ویاړ کندهار کې شل اوریزه لوبه ترسره کیږي.

د افغان کرکټ بورډ په نوښت نن د کمال خان بند په ویاړ کندهار کې نن ماسپښین ۱:۰۰ بجه د افغان لوبغاړو ترمنځ خپلمنځ شل اوریزه سیالي ترسره کیږي.

د مالوماتو له مخې چې دغه لوبه د افغان کرکټ بورډ لخوا په شپږو کمېرو خپریږي چې د افغانستان کرکټ بورډ پر پاڼه هم لایف خپریږي.

ځینې سرچینې وایي چې افغان کرکټ بورډ د یادې لوبې لایف خپرلو دپاره د یو شمېر تلویزیوني چینلونو سره خبرې کړي دي خو موافقې ته ندي رسېدلي.

د کمال خان بند په ویاړ لومړۍ شل اوریزه لوبه کابل نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه چې ملي تلویزیون لایف خپره کړه، له هغې وروسته په کنړ او کندوز ولایتو کې هم یوه یوه شل اوریزه لوبه د افغان ملي، الف او نولس کلنو لوبډلو لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې