کورني لوبغاړيلیګونه

د کرکټ څاروونکي ای پي ایل کې د څلورم افغان لوبغاړي اخستو غوښتنه کوي

د کرکټ ځینې څارونکي هم وایي،چې د اسټرالیاوي جوش هیزلووډ په ځای دې فضل حق فاروقي ته په چنای سوپر کینکز لوبډله کې ځای ورکړل شي.

د دوی په وینا فضل حق فاروقي تر ۱۴۰ کیلو متر پر سرعت د توپ اچونې وړتیا لري او بله دا چې په نوي توپ د ښې توپ اچونې وړتیا لري او همداشان ښه یارکر توپونه هم اچولی شي.

فضل حق فاروقي د چنای لوبډلې سره د یوه نېټ بالر په توګه اخیستل شوی،خو که چیرې چنای لوبډله وغواړي،کولای شي خپله لوبډله کې یې هم جذب کړي.

که چیرې داسې وشول نو دا به د فضل حق فاروقي لپاره ناهیریدونکی خوب وي.

باید یادونه وکړم چې چنای سوپر کینکز لوبډلې تراوسه د جوش هیزلووډ ځای ناستی لوبغاړی ندی اعلان کړی.

د یادونې وړ ده چې فضل حق فاروقي تیره ورځ له چنای سوپر کینکز لوبډلې سره د تمریناتو لړۍ پیل کړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې