دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د پاکستان دا ۱۷ کلن سپینر توپ اچوونکی وایي، د وېرات کوهلي سوځول مې خوب دی

دا چې کریکټ یوه نړیواله لوبه ده او ورځ په ورځ یې د مینه والو او د لوبغاړو په شمېر کې زیاتوالی راځې، مګر لوبغاړي له یو خوب او هیلې سره نړیوال ډګر ته ښکته کېږي. چې په ورته وخت کې د پاکستان ۱۷ کلن ورو بالر فیصل اکرم هم له یو خوب سره د کریکټ نړۍ ته را دنګلې دي.

نوموړي ویلي دي، چې دا یې ارمان او خوب دی چې د نړۍ تکړه کریکټر لوبغاړی وېرات کوهلي له خپل سلو یا ورو توپ پر مټ وسوځوي او د نوموړي ویکېټه واخلي، نوموړي دا خبره وروسته له هغې وکړه چې د یوې تمریناتې لوبې په ترڅ کې یې د پاکستاني تکړه توپ وهوونکي بابر اعظم ویکېټه واخیستله.

دا چې نوموړي تازه نړیوال کریکټ ته مخه کړې ده او تازه یې په دې لاره کې مزل پیل کړی دی؛ خو تر دې دمه نوموړی ښه روان دی او یاد مزل یې خورا ښه پیل کړی دی. په حقیقت کې هندوستانی وېرات کوهلي یو له هغو کریکټرانو څخه دی چې په نړیوال کریکټ کې به د نوموړي په څیر ورته لوبغاړي ډېر کم وموندل شي.

وېرات کوهلي په درې واړو فارمیټونو کې لوبه ترسره کولی شي او تر ډېره د رنز ماشین یا د منډو ماشین په نوم سره هم پېژندل کېږي، له بلې خوا ډېر کم توپ اچوونکي توانېدلي دي چې د وېرات کوهلي ویکېټ واخلي چې د هغو لوبغاړو له منځه یو هم د افغان کریکټ ټیم تکړه ورو بالر او ګوګلې ماسټر راشد خان دی.

فیصل اکرم د خبرو پرمهال له کریکټ پاکستان سره داسې وویل: ((زما خوب دا دی چې د وېرات کوهلي ویکېټه واخلم. او امید لرم چې دا خوب به مې رښتیا شي. ما له هارډیک سره په انسټاګرام کې خبرې کړي دي. هغه له هغه ځایه زما لپاره بیټ سپانسر کړی. په نړیوال کریکټ کې زما د خوښې بالر براډ هوګ و، چې ما له پیل راهیسې تعقیب کړی دی او د هغه د بالېنګ د کاپي کولو هڅه کوم.)) نوموړي له دې سربېره د بابر اعظم ستاینه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې هغه د نړۍ په سطحه یو تکړه کریکټر دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې