نړیوال کریکټ

د نیوزلینډ او اسټرالیا لوبډلې د سیریز وروستۍ لوبه کې سره مخامخ کیږي

د نیوزلینډ او اسټرالیا ښځینه لوبډلو ترمنځ د شل اوریزه سیریز دریمه او وروستۍ لوبه نن ترسره کېدوونکې ده، د دواړو لوبډلو ترمنځ له دې وړاندې دوه لوبې ترسره شوي چې یو په یو مساوي پایته رسیدلي دي نن به خپله پایلوبه ترسره کړي که هره لوبډله بریا خپلوي نو سیریز به وګټي.

ددې سیریز لومړۍ لوبه اسټرالیا په شپږو ویکټو ګټلې وه او دوهمه لوبه بیا نیوزلینډ په څلورو ویکټو ګټلې وه د کرک انفو د معلوماتو له مخې دا لوبې د نیوزلینډ په کوربتوب ترسره کیږي.

د نړیوالې کرک انفو د معلوماتو له مخې چې لوبه سهار شپږنیمې بجې شروع کیږي خو بلخوا بیا د اسټرالیا کرکټ بورډ ویلي چې باران شوی میدان لوند دی نو لوبه به لږ څه په ځنډ سره شروع شي.

د نیوزلینډ لوبډلې روزونکي باب کرټر ویلي چې لوبډلمشر شوفې ډوین به نن لوبه کې نه وي هغه ژوبله ده او په هوټل کې پاتې کیږي میدان ته هم نراځي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به له دې وروسته د یو ورځنیو لوبو سیریز پیل شي چې داپریل په څلورمه به پیل او په لسمه ددې میاشتې به پایته ورسیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې