افغانستان کریکټمرکې

د «بي بي سي» پښتو تلویزیون سره د افغان لوبډلې مشر روزونکي تازه مرکه دلته لوستلی شئ!

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دوه ټیسټ او درې شل اوریزه سیالیو لړۍ وروسته چې ټیسټ یو پر یو مساوي شوه او شل اوریزه لړۍ افغانستان درې پر صفر وګټله د افغان لوبډلې مشر روزونکي «لانس کروزنر» تازه څرګندونې د «بی سي سي» پښتو تلویزیون سره په یوه ځانګړي مرکه کې وکړې.

له مشر روزنکي د لومړۍ ټیسټ لوبې بایللو علت او د ګرین ویکټې جوړلو علت وپوښتل شو چې څنګه یې په خپل کوربتوب «ګرین ویکټ» یا د واښو ویشاتنځی جوړ کړ او بیا یې په لوی توپر لوبه وبایلله.

د مشر روزونکي په خبره چې دوی نه غوښتل ویکټ توپ وهنې ته جوړه کړي او لوبه تر پنځو ورځو وغځیږي، د روزونکي په خبره چې دوی غوښتل لوبه تر څلور ورځو پای ته ورسیږي او افغانستان بریا خپله کړي، هغه زیاته کړه چې ویکټ دومره سخته نه وه څومره چې موږ بېکاره توپ وهنه ترسره کړه.

له نوموړي د اضغر افغان پوزیشن پوښتنه کیږي چې څنګه په لومړۍ لوبه کې په اووم او دوهمه سیالۍ کې په څلورم مقام لوبیږي، پداسې حال کې چې نوي ځوانان په سخت ویشتانځی په اوپنینګ او دریمه ویکټ ولوبېدل.

د مشر روزونکي ځواب و چې د هر لوبغاړي دپاره خپل پوزیشن ډېر مهم دی، په ځانګړي توګه په ټیسټ فارمټ کې، موږ نوي ځوانان په هغه پوزیشن ولوبول کوم چې په کورنیو فرسټ کلاس سیالیو کې په همدغه پوزیشن لوبېدل.

له نوموړي وپوښتل شول چې ولې په لومړۍ سیالۍ کې د یو فاسټ بالر سره میدان ته ښکته شول.

روزونکي وویل چې دغه نظریه د لوبډلمشر وه، افغانستان ښه ورو توپ اچونکي لري نو د لوبډلمشر نظریه مو واخیسته او فقط یو فاسټ بالر مو انتخاب کړ.

له مشر روزونکي وپوښتل شول چې تاسو یادونه وکړه چې د لوبډلمشر همداسې د یو فاسټ بالر غوښتنه وه، نو ایا یولس کسیزه لوبډله لوبډلمشر انتخابوي؟

مشر روزونکي وویل چې نه! یولس کسیزه لوبډله یوازې د لوبډلمسر انتخاب ندی، دلته به هرڅوک خپله رایه ورکوي، مشر روزونکی، بیټینګ روزونکی، لوبډلمشر او ځینې نور سنئیر لوبغاړي، په شریکه نظر ورکوي چې وروسته یوه غوره یولس کسیزه لوبډله اعلان کړو.

له روزونکي وپوښتل شول چې تاسو په شل اوریزه سیالۍ کې مهم لوبغاړي نه درلودل چې د وېزو ستونزو له امله پاتې شول، خو دا دې سربېره مو څنګه لړۍ درې صفر وګټله؟ ایا زمبابوې کمزوري ده؟ که افغانستان پیاوړي لوبغاړي لري؟

مشر روزنکي وویل چې هو موږ ځینې مهم لوبغاړي نه لرل، مګر افغانستان په شل اوریزه فارمټ کې خورا قوي لوبغاړي لري، د دوی اکثره لوبعاړي په نړیوالو لیګونو کې لوبیږي چې د ډېرو تجروبو خاوندان دي.

له روزونکي دا پوښتنه هم وشوه چې څنګه په دوهمه ټیسټ سیالۍ کې یوازې د درې توپ اچونکو سره میدان ته ښکته شوی؟ پداسې حال کې چې راشدخان هم ټپي و؟

مشر روزونکي وویل چې موږ قوي بیټینګ ارډر ته اړتیا درلوده، د درې مېن بالرانو ترڅنګ جاوېد احمدي هم اف سپېن توپ کوله او هم ابراهیم ځدراڼ میډم فاسټ توپ اچونه کولای شوه.
راشدخان ټپي نه و، هغه سل سلنه جوړ او تیار و.

پوښتنه ترې وشوه چې د لوبې وروسته اضغر افغان یادونه وکړه چې راشدخان مو ټپي حالت کې ولوباۀ؟

روزونکي وویل چې راشدخان سل سلنه جوړ و، یو څوک چې ټپي وي فکر نکوم چې هغه دې سل اورونه ترسره کړي.

له روزونکي څخه د شل اوریزه نړیوال جام او اسیاجام په اړه هم پوښتنه کیږي چې افعان لوبډله څنګه ارزوی او څنګه سیالۍ به ترسره کړي.

نوموړي وویل چې موږ تر هغه وخته له ډېره اوږده لار لرو، که څه هم په دغه جامونو کې له موږ سره قوي لوبډلې مخ کیږي، خو هڅه کوو چې یوه قوي لوبډله جوړه کړو ترڅو افغانان په خپله لوبډله او لوبغاړو وویاړي.

نوموړي په وروستیو کې یادونه وکړه چې افغانستان په ډېر کم وخت کې ډېر پرمختګ کړی، ټیسټ فارمټ سخت فارمټ دی او افغانان باید حوصله ولري، افغان لوبډلې ښه فرفامنس کړی چې له شپږ ټیسټ سیالیو څخه یې درې لوبې ګټلي دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې