دلوبغاړو په اړهلیګونه

حیدراباد د مهم استرالیاوي لوبغاړي په ځای انګلستانی لوبغاړی واخیست.

د انګلستان ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکی «جیسن روی» د چهارشنبه په ورځ د هندوستان غوره لیګ لپاره د سنرایزرز حیدراباد په لوبډله کې د میچل مارش په ځای شامل شو.

میچل مارش د هندوستان غوره لیګ په تېر فصل کې د حیدر اباد لوبډلې په ګټه لوبېدۀ چې په لومړۍ سیالۍ کې له ټپي کېدو وروسته د یاد لیګ څخه بهر شو.

میچل مارش د شخصي دلایلو له امله د هند غوره لیګ څخه روخصت اخیستی چې حیدراباد لوبډلې یې ځای ناستی انګلستانی پیلیز توپ وهونکی جیسن روی اعلان کړ.

میچل مارش له ۲۰۱۰م کال راهیسې د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې لوبیږي چې په مجموعي توګه یې ۲۱ سیالۍ ترسره کړي دي، جیسن روی بیا په لومړي ځل ۲۰۱۷م کال کې د هند غوره لیګ سیالیو کې ګډون وکړ چې د ګجرات لاینز لوبډلې لخوا واخیستل شو، خو په ۲۰۱۸م کال کې بیا د ډیلي کاپیټلز لوبډلې په ګټه ولوبېدۀ.

جیسن روی د ۲۰۲۱م کال «ای پي ایل» نیلامۍ ته د ۲ کروړه هندۍ روپیو په ارزښت کټګورۍ ته نوم لیکنه کړې وه خو نوموړی د هېځ لوبډلې لخوا ونه خیستل شو.

ټاکل شوې ده چې څوارلسم پړاو هند غوره لیګ به د روانې اپریل میاشتې په ۹ مه نېټه پیل شي چې د مۍ تر ۳۰ مې نېټې به دوام وکړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې