دلوبغاړو په اړهلیګونه

جوش هېرلیووډ هم «ای پي ایل» پرېښود.

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي جوش هیزلووډ د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالیو څخه ځان بهر کړ.

نوموړی وایي،قرنطین محدودیتونو له فزیکي او ذهني ستونزو سره مخ کړی او غواړي چې یوه څه موده استراحت وکړي.

“بهترین چانس دا وي چې ذهني او فزیکي لخاظه آماده واوسې.د لسو میاشتو ډیر وخت کیږي چې په قرنطین کې پاتي شوی یم.ما پریکړه وکړه چې راتلوونکي دوه میاشتې استراحت وکړم او په کور کې پاتي شم.”

جوش هیزلووډ زیاته کړه،په مخ کې ډیرې سیالۍ پراتې دي او ددې لپاره باید په فزیکي او ذهني ډول جوړ واوسم،له همدې کبله غواړم یو څه موده استراحت وکړم.

جوش هیزلووډ چې په ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو کې یې د چنای سوپر کینکز لوبډلې لپاره درې لوبې ترسره کړي وې.په پام کې وه چې نوموړی به نن ورځ له اسټرالیا څخه د ای پي ایل په لوري روان شوی وی.

لدې وړاندې دوه نور اسټرالیاوي لوبغاړي جوش پېليپ او میچل مارش هم د روان کال ای پي ایل سیالیو کې د نه لوبیدو خبر ورکړی وو.

ټاکل شوي چې ای پي ایل سیالۍ به د راتلوونکي بلې جمعې په ورځ رسمل پیل شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې