دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بنګله دیشۍ لوبډلې ته یو بل بد خبر هم واورول شو.

بنګله دیش کرکټ لوبډله د درې یورځنۍ او درې شل اوریزه سیالۍ په موخه نیوزلینډ ته سفر کړی دی چې تر اوسه هېڅ کوم بریا نلري، د درې یو ورځنینو سیالیو په لړۍ کې کوربه لوبډلې درې صفر بریا خپله کړه او درې شل اوریزه سیالۍ کې هم کوربه لوبډله دوه صفر مخکیوالی لري.

د لړۍ دریمې او وروستۍ شل اوریزه سیالۍ وړاندې بنګله دیشۍ لوبډلې بد خبر تر لاسه کړ چې د اوبډلمشر «محمدالله ریاد» یې د لاسه ورکړ.

د مالوماتو له مخې چې لوبډلمشر محمدالله ریاد د لړۍ دوهمه شل اوریزه سیالۍ کې ټپي شو چې له امله یې وروستۍ لوبه کې ګډون نه شي کولای او پرځای به یې لیټن ډاس د لوبډلې لوبډلمشري پر غاړه ولري.

ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به لړۍ وروستۍ شل اوریزه لوبه نن د اپریل لومړۍ نېټه ترسره شي، چې په ګټلو سره یې بنګله دیش د سفر لومړۍ بریا ثبت کولای شي او په بایللو سره یې تش لاس کور ته ستنیږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې