
بنګلدیش لوبډله له دوهم ځل کلین سویپ سره مخامخ ده
د بنګلدیش او نیوزلینډ لوبډلو ترمنځ د روان شل اوریزه سیریز وروستۍ لوبه نن ترسره کېدونکې ده، د نننۍ لوبې په بریا سره نیوزلینډ وشي کولای چې په شل اوریزه سیریز کې هم بنګلدیش کلین سویپ کړي ځکه له دې وړاندې یې په یو ورځنیو لوبو کې ماتې ورکړې وه.
د یو ورځنیو لوبو په سیریز کې درې واړه لوبې نیوزلینډ ګټلې وې او دا لوبډله یې په سپین میدان پریښې وه او دادی اوس یې د شل اوریزه سیریز دوه نورې پرلپسې ګټلي نو که نننۍ لوبه وګټي بنګلدیش به تش لاس رخصت کړي او دغه لوبډله به نیوزلینډ په خپل کور کې وایټ واش کړي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ نننۍ لوبه به نن د اپریل میاشتې په اوله د نیوزلینډ په کوربتوب لس نیمې بجې ترسره شي چې بنګلدیش ته ددې لوبې ګټل ډیر ضروري دي.
په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې نیوزلینډ د ۶۶ او په دوهمه لوبه کې یې د ۲۸ منډو په توپیر بریا خپله کړې وه.