لیګونه

ای پي ایل کې د لوبډلمشرانو عمرونه، څوک ډیر ځوان دی او څوک ډیر زوړ

د سږکال۲۰۲۱ څوارلسم پړوا ای پي ایل سیالیو ته یواځې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، موږ او تاسو ټول خبر یوو چې په دغه ستر تجارتي لیګ کې ۸ لوبډلې یو د بل پر وړاندې لوبیږي خو راځئ نن له دې هم خبر شئ چې ددې لوبډلو کپتانانو څلو کلن دي څوک ځوان دی او څوک زوړ.

د فرسټ سپورټز سایټ د معلوماتو له مخې چې په سږکال ای پي ایل لوبو کې ترټولو ځوان لوبډلمشر ریشب پنټ او ترټولو زوړ بیا تجربه کار لوبغاړی ام اس ډهوني دی.

دغه سایټ لیکلي چې ریشب پنټ ۲۳ کلن چې د کپتانسۍ مسولیت سږکال په غاړه لري او ام اس ډهوني بیا ۳۹ کلن دی او د چینای سوپر کلینګ لوبډلمشر دی.

په همدې ترتیب سنجو سمسون د راجستان رایلز کپتان ۲۶ کلن دی، کیل راهول د کینګ پنجاب کپتان ۲۸ کلن دی، ویرات کوهلي د بنګلور لوبډلې کپتان ۳۲ کلن دی، روهیت شرما د ممبیي کپتان ۳۳ کلن دی.

ډیویډ وارنر د حیدرایاد کپتان ۳۴ کلن دی او ایون مورګن د کلکتې کپتان هم ۳۴ کل دی. دا هغه لوبډلمشران دي چې سږ کال به خپلې لوبډلې رهبري کړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې