لیګونه

انګلیستاني بېن سټوکس د IPL په اړه تازه څرګندونې کړې دي، دلته یې ولولئ

د هندوستان غوره لیګ چې په پام کې ده د روانې میاشتې په نهمه نېټه به پیل شي. په ورته وخت کې د دغه لیګ له پیلیدو وړاندې انګلیستاني الراونډر لوبغاړي بین سټوکس د یاد لیګ په اړه تازه څرګندونې کړې دي، دا چې نوموړي څه ویلي دي دا ټول به دلته د دغه لیکنې په دوام درسره شریک کړو.

بین سټوکس د خپلو څرګندونو په دوام څه وویل؟

انګلینډی ټول چارې کریکټر لوبغاړی بېن سټوکس په دې باور دی، چې هندوستان سوداګرېز کریکټ لیګ یا آی پي ایل هغه لیګ دی چې د راتلونکي شل اورېز نړیوال جام په چمتووالې کې به تر ټولو مهم او اغېزناک رول ولوبوي.

سږ کال د یاد لیګ څوارلسم پړاو پیلیږي، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دغه لیګ ته لوبغاړي د بیلابیلو فرنچایز یا لوبډلو له لوري اخیستل شوې دي، چې اوس مهال دغه لوبغاړي یاد لیګ ته په چمتووالي بوخت دي.

له انګلیستان څخه دغه لیګ ته ایون مورګن ، جوس بټلر ، سټوکس ، جاني بیریسټو ، معین علي ، سیم کارن ، ټام کارن ، سام بلېنګز ، لیم لیونسټون او ډیویډ میلان اخیستل شوې دي او دغه لوبغاړي به سږ کال د خپلو اړوندو لوبډلو لپاره ولوبېږي.

سټوکس له سکای سپورټس سره مرکه کې وویل: ((هو، په آی پي ایل کې له تېرو پنځو ـ شپږو کلونو راهیسې د انګلیستاني لوبغاړو شمېر زیات شوی دی. دا به نه یوازې له انګلیستان کریکټ بورډ سره مرسته وکړې بلکې له لوبغاړو سره به په چمتووالي کې هم مهم او کلیدي رول ولوبوي.)) سټوکس د دې ترڅنګ زیاته کړه، چې هندوستان به سږ کال د شل اورېز نړیوال جام کوربه وي چې هند غوره لیګ به له انګلیستاني لوبغاړو سره مرسته وکړې ترڅو په هندوستان کې له حالتو سره سم عیار یا اشنا شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې