دلوبغاړو په اړهلیګونه

کریس موریس: ای پي ایل کې لوړه بیه نه،بلکې کارکردګي مهمه ده.

د فوټبال څخه نیولې تر کرکټ پورې،کله چې په یوه لیګ کې لوبغاړی په لوړه بیه اخیستل کیږي،د لوبو پر مهال پرې یو قسم فشار وي.

هغه دا چې باید د قیمت مطابق ښه لوبه وکړي،زیاتره وخت د همدې فشار له کبله یو ښه لوبغاړی بدترینه لوبه کوي.

سویلي افریقایی الراونډر کریس موریس چې په تیرې بولۍ پړاو کې د راجستان لوبډلې لخوا تر ټولو په لوړه بیه اخیستل شوی،ومنله چې په نوموړي به د لوړې بیې یو څه فشار وي،خو دومره زیات فشار به هم پرې نه وي چې د نوموړي کارکردګۍ ته زیان ورسوي.

هغه له رسنیو سره په خبرو کې وویل،دا ممه نده چې تاسو د یوې لوبډلې لخوا په څومره لوړ قیمت اخیستل شوي یاست،بلکې ای پي ایل کې مهمه دا ده،چې د خپلې لوبډلې لپاره ښه کارکردګي وکړې او لوبې ورته وګټې.

“هو! لوړ قیمت به لږ تاثیر را باندې ولري،خو دومره به هم نه وي چې زما کیریر ته زیان ورسوي.لوړ قیمت مهم ندی،کارکردګي او لوبډلې ته سیالۍ ګټل مهم دي.زما هڅه به دا وي چې د ټیم ملګرو سره ساعتیری وکړم او د فیلډ پر مهال ورته ښې لوبې وکړم.”

کریس موریس تیر کال د رویل چیلینجرز بنګلور لوبډلې لخوا خوشی کړل شو،خو د ۲۰۲۱ کال د نیلامۍ پر مهال د راجستان رویلز لوبډلې لخوا په (۲ اعشاریه ۲۵ میلیون ډالره) واخیستل شو،چې دا د ای پي ایل سیالیو په تاریخ کې تر ټولو په لوړه بیه اخیستل شوی لوبغاړی وو.

راجستان رویلز لوبډلې په تیر پړاو ای پي ایل سیالیو کې د اسټرالیاوي سټیو سمېت په مشرۍ کې د جدول وروستۍ مقام خپل کړی وو.

دا ځلې به د راجستان لوبډلې مشري ځوان ویکټ ساتوونکی لوبغاړی سنجو سمسون په غاړه ولري.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې