لیګونه

ډهلي کپټلز لوبډلې د شریاس ايیر پر ځای نوی لوبډلمشر وټاکلو

د هندوستان غوره لیګ راتلونکي پړاو ته نهه ورځې پاتې دي. یاد لیګ به د اپرېل میاشتې په نهمه نېټه پیل شي خو ډهلي کپټلز لوبډله یوه هغه لوبډله ده، چې د دغه لیګ له پیلیدو څخه وړاندې یې خپل لوبډلمشر شیریاس اییر له لاسه ورکړ نوموړی د ټپ له امله نشې کولی چې له ډهلي لوبډلې سره یو ځای شي.

خو اوس د نوموړي پر ځای د ډهلي کپټلز لوبډلې لوبډلمشر ریشاب پانټ وټاکل شو او د لومړي ځل لپاره به نوموړی د ای پي ایل په تاریخ کې د یوې لوبډلې لوبډلمشري ترسره کړې. نوموړی د ډهلي لوبډلې یو پیاوړی او کلیدي لوبغاړی دی.

د نوموړي د لوبډلمشرې اعلانېدو خبر خپله ډهلي کپټلز لوبډلې هم په خپل رسمي ټوېټر اکاونټ باندې خپور کړی دی او ورسره یې لیکلې دي، چې د راتلونکي پړاو لپاره زمونږ کیپتان ریشاب پانټ دی.

د یادونې وړ ده چې شریاس اییر د هندوستان او انګلیستان ترمنځ د سیالیو پر مهال ټپې شو چې وروسته له پایلو څرګنده شوه، چې نوموړی نشې کولی راتلونکي هند غوره لیګ کې ولوبېږي او ټول فصل به له لاسه ورکړې چې پر همدې بنسټ اوس ډهلي لوبډلې پانټ د خپل لوبډلمشر په توګه وټاکلو.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې