دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پخوانی پاکستانی کریکټر: په هند باور مکوئ چالاکه دی.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه خپریږي چې د پاکستان او هند تر منځ سیاسي کړکیچ کم شوی دی، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ سیالۍ ترسره کیږي، مګر دا چې څومره حقیقت لري لاهم نده معلومه.

شنونکو وړاندوینه کړې چې ډیر ژر به د پاکستان او هندوستان ترمنځ د شل اوریزه سیالیو لړۍ روان کال ترسره شي، مګر حقیقت یو څه برعکس دی، دواړو کرکټ بورډونو دا روښانه کړې چې هیڅ لوبډله پدې کال کې کومه خالیګه نلري.

د پاکستان پخواني توپ وهونکي او لوبډلمشر «جاوید میا داد» یو خصوصي تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې په هندوستان باید هیڅکله باور ونشي، ځکه چې دا یوازې د سیاسي ګټې لپاره هرڅه کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان کرکټ بورډ هم باید د هند په اړه یو توند سیاست غوره کړي، زموږ کرکټ هیڅ هندوستان ته اړتیا نلري او د دوی پرته زموږ کرکټ پای ته نه شي رسیدلی، پاکستان کرکټ بورډ باید یو واضح پیغام دوی ته ولیږي چې که تاسو د پاکستان خلاف لوبېدل غواړئ نو پاکستان ته راشئ.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې