دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

مایکل کلارک:پاټ کمېنز د لوبډلې مشر وټاکل شي

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان مایکل کلارک وايي،که چیرې د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لپاره نوی کپتان ټاکل کیږي،نو پاټ کمېنز به یو بهترین انتخاب وي.
د نوموړي په وینا پاټ کمېنر یو فيټ لوبغاړی دی او زیاتره وخت په لوبډله کې شتون لري.
کلارک همداشان وویل،پاټ کمېنز کپتاني یې په ډومسټيک یا کورنیو سيالیو کې تعقیب کړې او ډيره ښه کپتاني ترسره کوي.
«کله چې نوموړي د سوت والز لوبډلې مشري ترسره کوله،ما د تخینک له پلوه تعقیب کړ او ډيره کپتاني یې ترسره کوله.»
مایکل کلارک زیاته کړه،دا ښکاره ده چې په لومړیو کې کپتاني ترسره کول به یوه څه سرګرداني وي،خو نوموړي وویل،د وخت په تیریدو سره له نوموړي یو بهترین کپتان جوړیدلی شي.
نوموړي ټېم پیني او نور لوبغاړي د یو مثال په توګه یاد کړل،چې دوی پخوا د کپتانۍ تجربه نه درلوده،خو د سنیئر لوبغاړو سره د یو ځای لوبو کولو وروسته د لوبډلې مشري هم ور په غاړه شوه.
د مایکل کلارک څرګندونې پداسې مهال مخې ته راځي،چې وړمه ورځ د اسټرالیا پخواني بل کپتان سټيو سمېت یو ځل بیا کپتانۍ ته زړه ښه کړ.
سټیو سمېت هغه لوبغاړی دی چې د سويلي افریقا خلاف په ټيسټ لوبه کې د توپ خرابولو له کبله د اسټرالیا کرکټ بورډ لخوا د یو کلن بندیز سره مخ شوی وو.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې