افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

له اوږد ځنډ وروسته محمد دریم مقام ته ښکته شو.

د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» لخوا تازه د یو ورځنیو سیالیو لوبغاړي درجه بندي اعلان شوه چې د الراونډرانو په لیسټ کې محمد نبي له اوږد ځنډ وروسته خپل دوهم مقام انګلستاني بین سټوکس ته پرېښود.

د یو ورځنیو لوبو په تازه درجه بندۍ کې بنګله دیشی شکیب الحسن د ۴۰۸ نمرو په اخیستلو سره لومړی، بین سټوکس په ۲۹۵ نمرو اخیستلو سره دوهم، او محمدنبي د ۲۹۴ نمرو په اخیستلو سره دریم مقام ته ښکته شو.

د الراونډرانو درجه بندۍ په لیسټ کې له محمدنبي، شکیب الحسن او بین سټومس وروسته کریس ووکس څلورم، عماد وسیم پنځم او راشدخان شپږم مقام لري.

د دغه فارمټ توپ اچونکو په درجه بندۍ کې ټرینټ بولټ لومړی، مجیب الرحمان دوهم، میټ هنري دریم او جسپریټ بومرا څلورم مقام لري.

د توپ وهونکو په لیسټ کې بیا ویراټ کوهلی لومړی، بابر اعظم دوهم، روهیت شرما دریم، روس ټیلر څلورم او ارون فینچ پنځم مقام لري.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې