
عزیزالله فضلي: کرکټ بورډ سرچینې راته ویلي چې اصغر به له کپتانۍ ګوښه شي.
عزیزالله فضلي: کرکټ بورډ سرچینې راته ویلي چې اصغر به له کپتانۍ ګوښه شي
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې پخوانی چرمېن عزیزالله فضلي وایي چې د کرکټ بورډ یوې نږدې سرچینې هغه ته ویلي،چې د لوبډلې اوسنی مشر اصغر افغان به له کپتانۍ وشړل شي او په ځای به یې د حشمت الله شهیدي،نجیب الله ځدراڼ او رحمان الله ګربز څخه یو د لوبډلې مشر وټاکل شي.
عزیزالله فضلي یادې څرګندونې پخپله رسمي فسبوک پاڼه هم خپرې کړي دي.

نوموړي لیکلي دي: “د کرکټ لوبې مينه والو؛
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې يو لوړ پوري چارواکي چې د خپل هويت نه ښودلو په صورت کې يوې خبري سرچينې ته ويلي دي چې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزئ به ډير ژر بدل شي .
او د ښاغلي اصغر ستانکزي په ځای به د ملي لوبډلې درې نور تکړه لوبغاړي هر يو حشمت الله شاهدي ، نجيب الله ځدران او رحمن الله گربز له منځ څخه به يو تن د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شي.”
تراوسه ښکاره نده چې نوموړي یادې څرګندونې د څه په خاطر کړي دي او نه افغان کرکټ بورډ هم د اصغر افغان د ګوښه کیدو په اړه څه ویلي دي.
د عزیزالله فضلي یادې څرګندونې پداسې مهال مخې ته راځي،چې د اصغر افغان په مشرۍ کې افغان کرکټ لوبډلې د زمبابوې څخه د درې شل اوریزو لوبو لړۍ په کلین سويپ سره وګټله او دوه ټیسټ لوبو لړۍ یې (۱-۱) کې برابره کړه.