دلوبغاړو په اړه

شل کاله وړاندې په همدې ورځ د ټنډولکر دپاره تاریخي ورځ وه!

په همدې ورځ ټنډولکر په یو ورځنیو لوبو کې لس زره منډې بشپړې کړي وې، شل کاله وړاندې په همدې ورځ هندي مشهوره نړیوال ریکارډ لرونکي لوبغاړي سچن رمیش ټنډولکر د یو ورځنیو لوبو په نړیوال ډګر کې لس زره منډې بشپړې کړي وې او لومړی لوبغاړی شو چې دغه کارنامه پخپل نوم کوي.

نوموړي دغه ریکارډ ته د اسټرالیا خلاف په دریمې یو ورځنۍ لوبه کې ځان ورسوه.
په یاده لوبه کې اسټرالیا لوبډلې ټاس ګټلی وو او لومړی توپ وهنې ته یې هند لوبدله دعوت کړه.
دواړو په فوم کې لوبغاړو سچن ټنډولکر او لکشمن په زړه پورې اننګز ترسره کړ او دواړو په ګډه د ۱۹۹ منډو ملګرتیا وکړه.

یاد اننګز چې د سچن ټنډولکر ۲۵۹ اننګز وو،نوموړی پدې وتوانیده چې سلیزه جوړه کړي او ټولې یې ۱۳۹ منډې وکړې او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې ته یې د ۹ لوبغاړو په سوځيدو پنځوس اورونو کې ۳۰۰ منډې هدف ورکړ.

په ځواب کې یې اسټرالیا لوبډله یوازې په په ۱۸۱ منډو وسوځيده او هندوستان په ۱۱۸ منډو توپیر ستره بریا خپله کړه.

ټنډولکر یو له هغو هندي لوبغاړو څخه دی چې نړیوال کرکټ ډګر کې د زیاتو سلیزو او زیاتو منډو جوړولو ریکارډ له ځان سره لري.

نوموړی په یو ورځنیو لوبو کې (۱۸ زره ۴۲۶) منډې لري.په ټيسټ کرکټ کې بیا (۱۵ زره ۹۲۱) منډې لري او همداشان په یوه شل اوریزه لوبه کې لس منډې لري.

نوموړي خپل کرکټ کیریر په ۱۰۰ سلیزو پای ته ورسوه،چې ۵۱ سلیزې یې په یو ورځنیو لوبو کې او ۴۹ سلیزې یې په ټیسټ کرکټ کې جوړي کړي دي.

نوموړي په ۲۰۱۳ کال کې د نړیوال کرکټ څخه د تقاعد اعلان وکړ.په ټوله کې نوموړي د هندوستان لپاره ۲۰۰ ټیسټ،۴۶۳ یو ورځنۍ او یوه شل اوریزه لوبه ترسره کړي وه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې