دلوبغاړو په اړه

شریاس اییر اخر هم د پانټ د کيپتان کېدو په اړه غبرګون وښود

وروسته له هغې ډهلي کپټلز لوبډلې نوی لوبډلمشر وټاکلو چې د ریشاب پانټ لوبېدل سږنې پړاو کې ناممکن شول، نوموړی د انګلیستان پر وړاندې د سیالیو پر مهال ژوبل شو او هماغه وه، چې اوس نوموړی د اوږې د ټپ له کبله د هند غوره لیګ راتلونکي پړاو څخه وویستل شو او پر ځای یې ریشاب پانټ لوبډلمشر وټاکل شو.

پانټ پر داسې مهال د ډهلي کپټلز لوبډلې کیپتان ونومول شو چې خپله ډهلي کپټلز لوبډلې تېر ماښام په خپل رسمي ټوېټر اکاونټ خبر ورکړ چې د څوارلسم پړاو لپاره د دوی د ټیم کیپتان د شریاس اییر په نشتون کې ریشاب پانټ ونومول شو.

په ورته مهال شریاس اییر د پانټ په اړه غبرګون څرګند کړی دی او د خپل رسمي ټوېټر اکاونټ له لارې یې نوموړي ته د لوبډلمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکې ویلي ده. نوموړي د ډهلي کپټلز لوبډلې لپاره پانټ یو غوره لوبډلمشر یاد کړ او زیاته یې کړه:

د دې کار لپاره غوره سړی (ریشاب پانټ) دی. د ډهلي کپټلز له لوري په یوې خپره شوې مطبوعاتې اعلامیه کې اییر وویل: ((زه د اوږې ټپ لرم او زه به ونه شم کولی چې د ټپ له کبله په دې فصل کې ولوبېږم. د ډهلي کپټلز لوبډلې لپاره له ریشاب پانټ څخه به بل څوک غوره کیپتان نه وي ډهلي کپټلز لوبډلې یو کیپتان ته اړتیا درلوده، چې له پانټ څخه ورته کوم بل څوک غوره کیپتان نه وه.)) نوموړي زیاته کړه چې زمونږ ټیم یو ښه ټیم دی او د پانټ لپاره یې د یو ښه لوبډلمشر هیله وکړه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې