
سنراېزر حېدراباد لوبډلې غټ ګوزار ترلاسه کړ
دا چې هندوستان غوره لیګ ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، له بلې خوا د دغه لیګ له شروع کېدو څخه مخکې سنراېزر حېدراباد لوبډلې غټ ګوزار ترلاسه کړ هغه ځکه چې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي کریکټر لوبغاړي میچل مارش په هندوستان غوره لیګ کې لوبېدل رد کړل.
چې پر همدې اساس نوموړی به په راتلونکي پړاو کې ونه لوبېږي او د ډوېډ وارنر په مشرۍ به د سنراېزر حېدراباد لوبډلې برخه ونه اوسي. دغه اسټرالیاوي الراونډر لوبغاړي له دې کبله هندوستان ستر سوداګرېز کریکټ لیګ کې لوبېدل رد کړل چې نوموړي د کرونا پروتوکول کې پاتې کېدو څخه انکار کړی دی.
د کرېکبز ورزشې ساېټ د راپور پر بنسټ چې مارش خپله څو ورځې وړاندې په دې اړه د هند کریکټ کنټرول ادارې بي سي سي ای او حېدراباد لوبډلې ته یاد معلومات ورکړې وه.
د کرېکبز د راپور له مخې چې د نوموړي پر ځای ممکن انګلیستاني پیلیز توپ وهوونکي جیسن رای ته په لوبډله کې ځای ورکړل شي، ځکه نوموړي په دې وروستیو کې د هندوستان خلاف خورا ښه فعالیت وکړ.