دلوبغاړو په اړه

سرنډیپ سینګ: کپتانۍ ویش ته اړتیا نه لیدل کیږي.

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني مشر سلیکټر سرنډیپ سینګ د کپتانۍ د ویش له نظریې سره اختلاف څرګند کړ او نوموړي وویل،چې ویراټ کوهلي باید همداسې په ټولو پارمټونو کې کپتان واوسي.

ویراټ کوهلي لا هم پخپله کپتانۍ کې هند کرکټ لوبډلې ته د ای سي سي په ټورنمینټونو کې،کومه اتلوالي نده خپله کړې.پداسې حال کې چې روهیت شرما بیا د ویراټ کوهلي په نه شتون کې هند کرکټ ملي لوبډلې ته د ۲۰۱۸ کال اشیا کپ سیالیو اتلوالي ور په برخه کړي وه.

روهیت ددې ترڅنګ بیا په ای پي ایل سیالیو کې ممبۍ انډیانز لوبډلې ته پنځه ځلې اتلوالي ور په برخه کړي ده.

داسې ګونګسې وې،چې ګواکې هند کرکټ لوبډلې د هر پارمټ لپاره به جلا،جلا کپتان وټاکل شي.خو پخواني سلیکټر سرنډیپ سینګ د کپتانۍ له ویش سره اختلاف وښود.

نوموړی وایي،که څه هم چې د روهیت شرما د بریاوو فیصدي له ویراټ کوهلي لوړه ده،خو په اوس وخت کې د کپتانۍ ویش ته اړتیا نه لیدل کیږي.

د نوموړي په وینا د کپتانۍ ویش ته هغه مهال اړتیا وي چې کپتان دې ښه لوبه ونه کړي.

“د کپتانۍ ویش ته هغه مهال اړتیا وي چې کپتان ښه لوبه ونشي کولای،مګر ویراټ کوهلي یوازینی لوبغاړی دی چې په ټولو پارمټونو کې یې ایوریج تر ۵۰ هاخوا دی.که چیرې نوموړی په یوه پارمټ کې نه ځلیدلی،بیا به مو ویلي وی چې پر هغه د کپتانۍ فشار دی او بل چاته به سپارل شوي وی.”

“که څه هم چې نوموړي تراوسه د ای پي ایل اتلوالي پخپله کپتانۍ کې نده ګټلې.دا پدې مانا نده چې هغه باید د هند لوبډلې له کپتانۍ لیرې شي.ویراټ کوهلي یو فیټ د کپتانۍ لپاره جوړ لوبغاړی دی.د نوموړي په نه شتون کې روهیت شرما د لوبډلې مشري پر مخ بیولی شي.”

د یادونې وړ ده چې د کوهلي په مشرۍ کې هند کرکټ لوبډلې له انګلستان څخه د ټیسټ او شل اوریزو لوبو سیریز هم وګاټه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې