دلوبغاړو په اړهلیګونه

ریکي پونټینګ: زه باور لرم چې لوبډلمشري به ریشب پنت غوره لوبغاړی کړي.

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او د ډیلي کاپیټلز اوسنی سر روزونکي «ریکي پونټینګ» وایي ډاډه دی چې لوبډلمشري به د ځوان ریشب پنټ په استعداد مثبته اغېزه وکړي.

ریکي پونټینګ زیاته کړه چې بدبختانه چې شیریاس ایر مو د ټپ له امله د لاسه ورکړ، مګر د ریشب پینټ ښې لوبډلمشرۍ لیدو ته سترګې په لار یم، ریکي پونټینګ زیاته کړه چې د هغه وروستۍ کړنو ته په کتو مستحق دی او هغه په ځان ډېر باور لري، زه باور لرم چې لوبډلمشري به د هغه څخه یو ښه لوبغاړی جوړ کړي.

ریشب پنټ سږ کال د هند لپاره په درې واړه فارمټو کې په زړۀ پورې توپ وهنه ترسره کړه، په ټیسټ فارمټ کې د استرالیا خلاف د ریشب پنټ برکت و چې استرالیاوۍ لوبډلې ته یې په خپل کور کې ماته ورکړه.

باید ووایو چې د ډیلي کاپیټلز پخوانی لوبډلمشر «شریاس ایر» د انګلستان خلاف لومړۍ یورځنۍ سیالۍ کې ټپي شو چې وروسته د انګلستان خلاف پاتې دوه سیالۍ او هند غوره لیګ څوارلسم پړاو څخه بهر شو.

که څه هم ویل کېدل چې ډیلي کاپیټلز به د شکر دهوان، سټیو سمېت، انجکیا ریحاني څخه یو لوبډلمشر اعلان کړي خو یادې لوبډلې ځوان ویکټ کیپر توپ وهونکی ریشب پنټ د خپل نوي لوبډلمشر په توګه اعلان کړ.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې