دلوبغاړو په اړهلیګونه

راتلونکي پړاو «ای پي ایل» لیګ کې کومه لوبډله خطرناک اوپنران لري؟ اکاش چوپړا یې درته وایي!

د ۲۰۲۱م کال هندوستان غوره لیګ «ای پي ایل» ته یوازې څو ورځې پاتې دي، مینه والو او کارپوهانو یې د راتلونکي فصل لپاره خپلې وړاندوینې پیل کړې دي، له دغه جملې څخه د هند پخوانی کریکټر اوسنی مبصر «اکاش چوپړا» هم خپله وړاندوینه کوي، د نوموړي په وینا چې «ممبۍ انډینز» به د راتلونکي فصل «ای پي پی ایل» کې ترټولو ویجاړونکي افتتاحی یا پیلیزه جوړه ولري.

د ممبۍ انډینز به پدې فصل کې د دوی لپاره کوینټن ډيکاک او روهیت شرما پیلیز توپ وهونکي، ترڅنګ یې ایشان کیشن هم کولای شي چې د اوپنینګ دنده په غاړه واخلي.

په خپل یوټیوب چینل کې د مینه وتلو پوښتنې په ځواب کې اکاش چوپړا څرګنده کړه چې ولې هغه د ممبۍ انډینز ملاتړ کوي چې ترټولو ویجاړونکي افتتاحي جوړه ولري.

نوموړي وویل زه په ممبۍ باور لرم او دوی ښه پیلیز توپ وهونکي لري، که چېراته د روهیت په ځای ایشان کیشن له کوینټین ډیکاک سره پیلیزه ملګرتیا وکړي نو دغه جوړه به له خطرناکه شي.

ایشان کیشن او ډیکاک په تېر فصل کې د ممبۍ لوبډلې مخکښ منډې جوړونکي لوبغاړي وو، کیشن په ۱۴ سیالیو کې ټولټال ۵۱۶ او ډیکاک بیا په ۱۶ سیالیو کې ۵۰۳ منډې جوړې کړې، پداسې حال کې چې دواړو لوبغاړو تر ۱۴۰ پورته سټرایک ریت سره دغه منډې ترلاسه کړې.

ټاکل شوې ده چې هند غوره څوارلسم پړاو به د راتلونکي اپریل په نهمه نېټه پیل شي چې د مۍ تر ۳۰ مې نېټې به دوام وکړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې