افغانستان کریکټ

د کمال خان بند په ویاړ کندوز ولایت کې شل اوریزه سیالي ترسره شوه.

تېره ورځ کمال خان بند ساتوونکو په کندز کې د کمال خان بند جوړونکې لوبډلې ته ماتې ورکړه!
له کابل او کنړ وروسته تېره ورځ په کندز کې هم د کمال خان بند په نوم یوه شل اوریزه سیالۍ ترسره شوه،چې د کمال خان بند جوړونکي او کمال خان بند ساتونکي لوبډلو تر منځ ترسره شوه.
د یادې سیالۍ پچه د کمال خان بند ساتونکي لوبډلې لوبډلمشر میرویس وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه،چې په ټاکل شویو ۱۹،۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۵ منډې ترسره کړې،چې د کمال خان بند ساتونکي لوبډلمشر میرویس اشرف تر نورو زیاتې ۹۰ او قدیر هلال هم د خپلې لوبډلې لپاره نیمه سلیزه ووهله او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه.

د کمال خان جوړونکي لوبډلې له لورې په توپ اچونه کې بیا تر ټولو زیات ویکټې عظیم ځدراڼ ۳،نبي الله مومند ۳ او عبدالولي ۱ لوبغاړي له مخې پورته کړل.

کمال خان بند جوړونکي لوبډلې ۱۷۶ منډو هدف په تعقیب میدان ته راښکته شوه،چې د خپلې لوبډلې پیلیز لوبغاړي یې ژر ژر له لاسه ورکړل،چې یادې لوبډلې په ۱۸،۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۸ منډې ترسره کړې،چې کمال خان بند ساتونکي لوبډله د ۶۸ منډو په ستر توپير بریا خپله کړه.

د کمال خان بند جوړونکي لپاره په توپوهونه کې تر نورو زیاتې منډې محب الله ۲۸،خېرالله ۲۵ او خالد ۱۷ منډې ترسره کړې چې د هدف په تعقیب کې پاتې راغله.د کمال خان بند ساتونکي لپاره په توپ اچونه کې عبدالله ۳،نورالله بلوچ ۲ ،ثناالله،یوسف،خوشحال او روح الله عرب ۱،۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د یادې سیالۍ غوره لوبغاړي جایزه د کمال خان بند ساتونکي لوبډلمشر میروېس اشرف ونومول شو،چې ۹۰ منډې یې د خپلې لوبډلې په ګټه ترسره کړې وه.ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه د کمال خان بند پرانستې په پار د افغانستان کرکټ بورډ له لورې په کندهار کې یوه شل اوریزه سیالۍ ترسره کړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې