نړیوال کریکټ

د هند او انګلستان ترمنځ لړۍ پاکستان ته یې ضربه ورسېده.

د هند او انګلستان ترمنځ درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې چې کوربه هند دوه د یو په وړاندې بریا خپله کړه، ددغه لړۍ په ګټلو سره هند د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» ورلډ کپ سوپر لیګ په درجه بندۍ کې اووم مقام خپل کړ او پاکستان اتم مقام ته ښکته شو.

انګلستان لوبډله بیا د یوې لوبې په ګټلو سره له څلورم مقام څخه لومړي مقام ته ورسېده، د ورلډ کپ سوپر لیګ په درجه بندۍ کې اوس مهال انګلستان له ۹ سیالیو څخه ۴ ګټلي لومړی، استرالیا له ۶ څخه ۴ ګټلي دوهم، نیوزیلینډ په دریو کې درې ګټلي دریم، افغانستان له دریو څخه درې ګټلي څلورم، بنګله دیش له شپږو څخه درې ګټلي پنځم، ویسټ انډیز له شپږو څخه درې ګټلي شپږم، هند له شپږو څخه درې ګټلي اووم او پاکستان له دریو څخه دوه ګټلي اتم مقام لري.

پاکستان راتلونکي میاشت د سویلي افریقا خلاف درې یورځنۍ سیالۍ ترسره کړي چې په ګټلو سره یې درجه بندي کې مخکې راتلی شي.

باید یاده کړو چې د ورلډ کپ سوپر لیګ سیالۍ به تر ۲۰۲۳م کال پورې ترسره کیږي چې د ټېبل مخکښې اته لوبډلې به پرته له کوالیفای راونډ په ۲۰۲۳م کال پنځوس اوریزه نړیوال جام کې ګډون وکړي، خو پاتې لوبډلې به ورته کوالیفای راونډ سیالۍ ترسره کړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې