دلوبغاړو په اړه

د سريلانکا لیجنډز لوبډلې غړو غوښتل شوي چې ځانونه قرنطین کړي.

وروسته له هغې چې د هندوستان لیجنډز لوبډلې څلور لوبغاړي پر کرونا اخته شول،ورسره د سریلانکا روغتیا وزارت سریلانکا لیجنډز لوبغاړو ته امر کړی چې سر له اوسه ځانونه قرنطین او یو له بل څخه جلا واوسي.

که څه هم تراوسه د سریلانکا لیجنډز لوبغاړو په اړه د کرونا کوم راپور ندی ورکړل شوی،خو دا چې پدې وروستیو کې د هندوستان لیجنډز لوبډلې لوبغاړو په اړه د کرونا نیولو خبر ورکړل شو،ورسره سریلانکا سر له اوسه ګام پورته کړ.

پدې وروستیو کې د لیجنډز لوبډلو ترمنځ د (روډ سيفټي) په نوم د هندوستان،انګلستان،سويلي افریقا،بنګله دېش او نورو هیوادونو ترمنځ د کرکټ سیریز په لاره اچول شوی وو،چې د هندوستان لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیده.

یادو لوبډلو ته ددې لپاره لیجنډز نومونه ورکړل شوي وو،چې د کرکټ پخوانيو افسانوي او تقاعد شوو لوبغاړو څخه تشکیل شوي وې.

لومړی کس سچن ټنډولکر وو چې د کرونا ټيسټ پایله یې مثبته راووته.
پخپله ټنډولکر هم دغه خبر پخپله ټويټر پاڼه تایید کړی وو او نوموړي لیکلي وو،چې د کورنۍ له نورو غړو یې ځان جلا کړی دی او د روغتیایي چارواکو لارښوونو ته یې پام کړی دی.

د ټنډولکر ترڅنګ عرفان پټان،یوسف پټان او ایس بدرینت هم په کرونا اخته شوي دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې