
خوست لوبډلې د وزیر محمد اکبر خان ګرېډ ون سیالیو پایلوبې ته لار ومونده.
د افغانستان کورني کرکټ لومړۍ درجه «ګرېډ ون» سیالۍ د لسو لوبډلو په ګډون پیل شوي دي چې پکې خوست «بي» لوبډلې فاریاب ته په ماتې ورکولو سره د دغه ټورنمینټ پای لوبې ته لار ومونده.
په سیالۍ کې خوست بي لوبډلې پچه وګټله او سیالې فاریاب ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، فاریاب په ۲۹.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۱۹ منډې وکړې او خوست ته یې د ۱۲۰ منډو هدف وټاکۀ.
فاریاب ته په توپ وهنه کې مراد او یحیی خان ۲۸- ۲۸ زیاتې منډې جوړې کړې، خوست بي لوبډلې ته په توپ اچونه کې عابد تڼوال، نعمت ځدراڼ او خلیل ګربز درې درې لوبغاړي وسوځول.
خوست ټاکل شوی هدف د لوبې په ۲۲م اور کې د درې لوبغاړو سوځېدو په سر ترلاسه کړ، خوست بي لوبډلې ته نصر احمد زیاتې *۵۱ ناسوځېدلي منډې وکړې، فاریاب ته ذوهب دوه لوبغاړي وسوځول.
خوست بې لوبډلې په ۷ ویکټو بریا ترلاسه او پایلوبې ته یې لار ومونده.
د دغه سیالۍ دوهمه نیمه پایلوبه د چرمېن الیون او کابل ترمنځ روانه ده چې ګټونکي لوبډله به راتلونکي شنبه کابل لوبغالي کې د خوست بې لوبډلې سره پایلوبه کې مخامخ شي.