دلوبغاړو په اړهلیګونه

ډیویلیرز ویراټ کوهلي ته چیلینج ورکړ.

اې بي ډیویلیرز او ویراټ کوهلي به د یوه اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا په ای پي ایل کې سیالیو کې د یو او بل سره یو ځای شي.

دواړه لوبغاړي به پدې لټه کې وي چې خپلې لوبډلې ته په لومړي ځل اتلوالي ور په برخه کړي.

ټاکل شوي چې څوارلسم پړاو ای پي ایل سیالۍ به د راتلوونکي اپریل میاشتې په نهمه نېټه د بنګلور او ممبۍ انډیانز لوبډلې په لوبې سره پیل شي.

ډیویلیرز او ویراټ کوهلي د ۲۰۱۱ کال څخه یو ځای د بنګلور لوبډلې لپاره لوبیږي او لا هم د اتلوالۍ په انتظار دي.

ډیویلیرز او ویراټ کوهلي چې ډیر ژر به د بنګلور لوبډلې سره په تمریني کمپ کې یو ځای شي.خو په تمریني کمپ کې د یو ځای کیدو وړاندې دواړو لوبغاړو په ټویټر یو او بل ته په زړه پورې ځوابونه ورکړي دي.

دواړو لوبغاړو ترمنځ خبرې پدې پای ته ورسیدې چې ډیویلیرز پکې ویراټ کوهلي ته چیلینج ورکړ.

کوهلي پخپله ټویټر پاڼه د تمریناتو ویډیو خپره کړه او ورسره یې لیکلي.

“پدې ورځو کې استراحت نشته.دلته هم سفیډ دوام لري.”

ډیویلیرز هم د ویراټ کوهلي ټویټ ته ریپلې یا ځواب ورکړئ او لیکلي یې دي چې نوموړی د ویراټ کوهلي فوم سره مینه لري.

ډیویلیرز هم پخپله ټویټر پاڼه تصویر خپور کړی او نوموړی پکې لیدل کیږي چې ار سي بي لوبډلې سره د یو ځای کیدو لپاره را روان دی.

“د ویراټ کوهلي فوم سره مینه لرم..ما هم ځان بسته کړئ او ټیم سره به یو ځای شم.”

ویراټ کوهلي په ځواب کې ورته لیکلي.

“پدې هیله چې اوس هم د ویکټو ترمنځ په منډه کې چټک وې.”

ډیویلیرز بیا په مسخرې ډول سره ویراټ کوهلي ته د منډې ورسره کولو چیلینج ورکړئ دی او ورته ویلي یې دي، راځه چې بیا سره منډه ورکړو،چې معلومه شي چې څوک چټک دی!

“راځه چې سبا منډه سره وکړو،چې معلومه شي چې څوک چټک دي.”

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې