ولایتي سیالۍ

څلور لوبډلو د وزیر اکبرخان کرېډ ون سیالیو نیمه پایلوبې ته لار ومونده.

د افغانستان کرکټ بورډ په چوکاټ کې د افغانستان کورنۍ «ګرېډ ون» سیالۍ د «۱۰» لوبډلو ترمنځ پیل شوي دي چې پکې څلور لوبډلې، خوست بي، فاریاب، ننګرهار بي او کابل لوبډلې تر نیمه پایلوبې ورسېدې.

بلخوا بیا، چرمېن الیون، ننګرهار، وردګ، کابل بي لوبډله، اې سي بي الیون او خوست هغه لوبډلې دي چې په یاد ټورنمینټ کې له مخکې تګ څخه بې برخې شوې.

ګرېډ ون سیالۍ د لسو لوبډلو په ګډون پیل شوي دي چې په «اې» او «بې» ګرپونو ویشل شوي دي، د اتو ولایت ترڅنګ دوه لوبډلې چرمېن الیون، او ،اې سي بي الیون، د افغان کرکټ بورډ په نوښت رامنځته شوي وې چې له مخې یې د ګرېډ ټو او تري یو شمېر ځلیدونکي لوبغاړي د بېلا بېلو ولایتو څخه په یادو لوبډلو کې ځای په ځای شوي وو.

په ټورنمینټ کې له اې ګروپ څخه کابل په څلور سیالیو کې درې، ننګرهار بي لوبډلې په څلورو سیالیو کې درې، چرمېن له څلورو څخه دوه، ننګرهار له درېو څخه یوه لوبه وګټله، وردګو بیا د څلور سیالیو څخه څلور واړه سیالۍ وبایللې.

په «بي» ګروپ کې بیا فاریاب له درېو څخه درې، خوست بي لوبډلې له څلورو څخه درې، کابل له څلورو څخه دوه او اې سی بي الیون له دریو څخه یوه لوبه ګټلي ده، د خوست لوبډلې بیا د څلور سیالیو څخه څلور واړه سیالۍ وبایللې.

ټاکل شوې ده چې په سمي پاینل سیالیو کې به خوست بې لوبډله له فاریاب او ننګرهار بي لوبډله به د کابل په وړاندې ولوبیږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې