نړیوال کریکټ

نیوزیلینډ په دوهمه شل اوریزه سیالۍ کې هم بنګله دیش مات کړ

د کوربه نیوزیلینډ او بنګله دیش ترمنځ د درې شل اوریزه سیالیو لړۍ دوهمه لوبه ترسره شوه چې د باران له وجې «ډي ایل ایس» متیود له مخې کوربه نیوزیلینډ په ۲۸ منډو بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې بنګله دیش د ټاس «پچه» ګټلو وروسته د لومړۍ توپ اچونې پرېکړه وکړه، نیوزیلینډ په ۱۷.۵ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۳ منډې درلودې چې وروسته باران پیل شو.

د لوبڅارانو لخوا دنیوزیلینډ اننګز په پای ته رسېدو اعلان شو او بنګله دیش ته په ۱۶ اورونو کې د ۱۷۰ منډو هدف وټاکل شو.
نیوزیلینډ ته کلېن فلیپز چټکې *۵۸ ناسوځېدلې منډې وکړې، بنګله دیش ته مهیدي حسن دوه لوبغاړي وسوځول.

بنګله دیش د توپ وهنې اننګز پیل کړ چې په ۱۶ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۴۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې د «۲۸» منډو په توپیر وبایلله.

بنګله ته سومیا سرکار ۵۱ او محمد نسیم ۳۸ زیاتې منډې جوړې کړې.
نیوزیلینډ ته ټیم سوتي، همیش بېنټ او اډم مېلن هر یو دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

ګلېن فلېپز په ۵۸ منډو جوړلو سره د سیالۍ د غوره لوبغاړی اعلان شو

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې