نړیوال کریکټ

نیوزلینډ ښځینه لوبډله له یوې ماتې وروسته خپله دوهمه لوبه ترسره کوي

ټاکل شوې چې د اسټرالیا او نیوزلینډ ښځینه لوبډلو ترمنځ د شل اوریزه سیریز دوهمه لوبه نن د نیوزلینډ په کوربتوب ترسره شي ددې سیریز لومړۍ لوبه اسټرالیا په شپږو ویکټو ګټلې ده او دوهمه به یې نن په ځایي وخت شپږ نیمې بجې ترسره شي.

د اسټرالیا ښځینه کرکټ ټیم هم دا لویه تائید کړې او لیکلي یې دي چې موږ د لوبې شروع کیدو ته انتظار یوو.

د نیوزلینډ له اړخه بد خبر دادی چې ددې لوبډلې کپتانه به نن لوبه کې نه وي او لوبډله به د هغې مرستیاله کپتانه امی ستراتویت رهبري کړي د نیوزلینډ د کرکټ بورډ ویاند په وینا چې شوفې ښه احساس نه کاوه نو له همدې امله په لوبه کې ګډون نه کوي او په هوټل کې پاتې ده میدان ته هم نراځي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ درې شل اوریزې او له دې وروسته بیا د یو ورځنیو لوبو سیریز لري چې د اپریل په څلورمه به پیل شي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ له ۲۰۲۰ کال راهیسې وروستیو پنځه لوبو کې څلور یې اسټرالیا او یواځې یوه یې بیا نیوزلینډ ګټلې ده نو له همدې امله اسټرالیا پر نیوزلینډ برلاسې ښکاري.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې