نړیوال کریکټ

نیوزلینډ له اسټرالیا لوبډلې څخه خپل بدل واخستو

د نیوزلینډ او اسټرالیا ښځینه لوبډلو ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه نیوزلینډ په خپله ګټه تمامه کړه، او له اسټرالیا څخه یې د لومړۍ لوبې غچ واخسته، د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه نن ترسره شوه چې اسټرالیا لومړی توپ وهنه وکړه د څلور لوبغاړو په اوټیدو یې نیوزلینډ ته د ۱۳۰ منډو هدف ورکړ.

د اسټرالیا لپاره په توپ وهنه کې ریچل هاینس ۲۹، لوبډلمشرې مک لننیګ ۲۷ اوبیټ موني په ۵۴ توپونو د شپږ څلوریزو پرمټ ۶۱ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

د نیوزلینډ لپاره توپ اچونه کې شپږ لوبغاړو بالینګ وکړخو له منځه یې جیس کیر یوه او فرانسس مککۍ دوه ویکټې واخستې خو کومه بله لوبغاړې ونه توانیده چې ویکټ واخلي.

دوهم اننګز کې د نیوزلینډ توپ اچوونکو ښه پیل وکړ فرانسس مککۍ ۴۶، امیلا کیر ۳۶، مډي ګرین ۱۶ او حنا ۱۴ منډې جوړې کړې او یاد هدف یې د شپږ ویکټو په زیان ترلاسه کړ.

په دې سره نیوزلینډ شل اوریزه سیریز یو په یو مساوي کړ او وروستۍ لوبه کې به هره لوبډله په خپلې بریا سره سیریز وګټي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې