
افغانستان کریکټ
له کندهار، کابل او کنړ وروسته د کمال خان بند په ویاړ بله لوبه هم ترسره کیږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې کندز کې هم د کمال خان بند جام لوبه ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ د کمال خان بند د پرانېستې په ویاړ نن د کندز ولایت په کندز کرکټ لوبغالي کې یوه شل اوریزه لوبه ترسره کوي.
دا لوبه نن ماسپښین ۱ بجه پیلېږي چې د کمال خان بند د جوړونکو لوبډلې لوبډلمشر عطاالله نوري دی او د کمال خان بند د ساتونکو لوبډلې لوبډلمشر میرویس اشرف دی.
له ودې وړاندې هم د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت کابل او بیا کنړ کې د کمال خان بند په ویاړ شل اوریزه سیالۍ ترسره شوې.