مقالېنړیوال کریکټ

له نن څخه لس کاله وړاندې د هند او پاکستان ترمنځ د نیمه پایلوبې جالبه کیسه!

له نن څخه لس کاله وړاندې په ۲۰۱۱م کال کې په همدې ورځ د هندوستان او پاکستان ترمنځ د پنځوس اوریزه نړیوال جام نیمه پایلوبه ترسره شوي وه، په دغه سیالۍ کې هند په ۲۵ منډو پاکستان مات او د نړیوال جام پایلوبې ته یې لار ومونده.

په سیالۍ کې هندۍ لوبډلې په لومړي وار توپ وهنې سره د ۹ لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۶۰ منډې جوړې کړې، سچن ټنډولکر ۸۵، ورینډر سهواک ۳۸، سرویش رینا ۳۶، او ویراټ کوهلي ۹ منډې جوړې کړي وې.

پاکستان سعید اجمل دوه او وهاب ریاض ۵ لوبغاړي سوځول وو.

پاکستان د ټاکل شوي هدف په تعقیب ۲۳۱ منډو کې ټول لوبغاړي د لاسه ورکړل، کمران اکمل ۱۹، محمد حفیظ ۴۳، اسد شفیق ۳۰، او مصباح الحق ۵۶ زیاتې منډې جوړې کړي وې.

هندوستان ته ظاهیرخان، اشیش نهره، منوف پټیل، هربجن سینګ او یوراج سینګ هر یو دوه دوه ویکټې ترلاسه کړي وې.

هند په ۲۵ منډو بریا ترلاسه کړي وه د لوبې غوره لوبغاړي جائزه سچن ټنډولکر ته ورکړل شوي وه.

د ۲۰۱۱م کال نړیوال اتلوتلي هم هند وګټله چې د سریلانکا ۲۷۴ هدف یې د څلور ویکټو په تاوان ترلاسه کړ، ډوني په ۹۱ منډو سره د سیالۍ غوره لوبغاړی اعلان شو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې