دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سټیو سمېت: که ماته یوځل بیا د لوبډلمشرۍ وړاندیز وشي منم یې، خو سر روزنکي یې دغه هیله ور لنډه کړه.

د اسټرلیا کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر «سټیو سمیټ» د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې که چېرته یوځل بیا د استرالیاوۍ لوبډلې لوبډلمشرۍ وړاندیز ورته وشي نو هغه به یې وړاندیز ومني.

د سټیو سېمت له دغو څرګندونو څو ساعته وروسته د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي «جسټن لینګر وویل” کله چې موږ دوه ښه لوبډلمشران لرو نو فکر کوم سټیوسمېت ته به هېڅ ضرورت پېښ نشي، لینګر زیاته کړه، اوس مهال د ټیسټ فارمټ دپاره ټامپیني، شل اوریزه او یو ورځنۍ لوبو ته ارون فینج غوره انتخاب دی.

پخواني لوبډلمشر سټیو سمېت د دوشنبه په ورځ د لومړي ځل لپاره د لوبډلمشرۍ پوښتنه ځواب کړه، سټیو سمیت ​​د لوبډلمشرۍ په توګه هغه وخت له دندې ګوښه شو کله چې هغه په ۲۰۱۸م کال د مارچ میاشت کې د سویلي افریقا پروړاندې په ټیسټ سیالۍ کې د توپ خربولو له امله په فساد کې ښکېل شو.

سټیو سمیت ​​نیوز کورپ ته وویل: ما دقیقا ډېر وخت درلودلی و چې په دې اړه سم فکر وکړم، زه فکر کوم اوس دې ټکي ته رسیدلی یم که چېرې یوځل بیا د لوبډلمشرۍ فرصت راکړل شي نو زه لېواله یم.

سمېت زیاته کړه” هغه څه چې د استرالیا کرکټ بورډ غواړي، هغه څه چې ورته لوبډله ضرورت لري، نو زه به هم هغه څه ترسره کړم.

سټیو سمېت وویل چې ما د تېرو کالونو څخه ډېر څه زده کړل او ډېرې تجروبې مې ترلاسه کړې، که فرصت راکړل شي د لوبډلمشرۍ وړاندیز به ومنم، که بیا هم داسې ونه شي، ماته هېڅ توپیر نه کوي، که زه لوبډلمشر یم یا نه یم، خو ما تل د لوبډلې ملاتړ کړی، هغه څه چې زه یې لرم د لوبډلمشر ارون فینچ سره مې شریک کړي دي.

له کله راهیسې چې اسټرالیا لوبډلې په خپل کور کې د څلورو ټیسټ سیالیو لړۍ درې پر یو هندوستان ته بایللې له هغه وخته د استرالیا ټیسټ لوبډلمشر ټامپیني له سختو نیوکو سره مخ دی او د بدلون غوښتنه یې کیږي.

خو سر روزونکی جسټن لینګر وایي چې د راتلونکي ایشیز ټیسټ لړۍ دپاره ټامپیني او شل اوریزه نړیواله جام پورې ارون فینج انتخاب شوي لوبډلمشران دي چې د بدلون کومه اراده نلري.

سټیو سمېت چې له اوږدې مودې راهیسې هند غوره لیګ »ای پي ایل« کې د راجستان رایلز لوبډلمشري کوله، خو د تېر کال له ناکامۍ وروسته ازاد کړل شو چې وروسته د ډیلي کاپیټلز لوبډلې لخوا په شاوخوا ۳.۵ کروړه هندۍ کلدارو وپېرل شو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې