مرکې

سنېل ګاوسکر : په ای پي ایل کې دې لوبډلې ته ماتې ورکول سخت کار دی

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی کیپتان سنېل ګاوسکر وړاندوینه کوي، چې په هندوستان غوره لیګ کې دغې لوبډلې ته ماتې ورکول خورا ستونزمن کار دی. نوموړي ویلي دي، چې د روهېت شرما په رهبرۍ ممبۍ انډیانز لوبډلې ته ماتې ورکول اسانه کار ندی او دغې لوبډلې ته ماتې ورکول ستونزمن کار دی.

ګاوسکر په دې باور دی چې د انګلیستان پر وړاندې په دې وروستیو کې د ممبۍ انډیانز لوبډلې اړونده لوبغاړي خورا ښه وځلېدل. ګاوسکر له سټار سپورټس تلویزونې شبکې سره په مرکه کې وویل:

((د ممبۍ انډیانز ماتول به خورا سخت کار وې. ځکه چې د انګلیستان پر وړاندې په وروستیو یو ورځینو سیالیو کې د ممبۍ انډیانز لوبډلې لوبغاړي خورا ښه پوم کې وه. ایشان کېشن ، سوریه کومار یادو او هاردیک پانډیا هغه لوبغاړي ول چې په وروستیو سیالیو کې یې خورا ښه توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه.))

د دې ترڅنګ نوموړي د هارډیک پانډیا د توپ اچونې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، د هاردیک پانډیا بالینګ خورا ښه وه او د ممبۍ انډیانز لوبډلې لپاره یې نوموړی یو کلیدي لوبغاړی یاد کړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې